بازتاب نیوز

«دولتي ادارو په ۲۰۱۸ کال کې له افغانانو ۱.۶ میلیارده ډالر رشوت اخستی»

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۹ل): له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټه «مېک»  وایي، په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې دولتي ادارو له افغانانو څخه ۱.۶ میلیارده ډالر  بډې اخستې.طلوع نیوز د «مېک» له لوري د خپار ه شوي کلني راپور په حواله ویلي، چې په ۲۰۱۸ کال کې  افغانانو دولتي ادارو ته د یو میلیارد، شپږ سوه پنځوس میلیونه  ډالر رشوت ورکړی، چې د یو کال د ملي عوایدو « دوه نیم میلیارده ډالرو» له نیمایي زیات دی.په پورته شمېرو که هغه رشوتونه شامل نه دي، چې په ګمرکاتو کې په ورځني ډول اخستل کېږي.د مېک کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني وايي:«د روڼتیا د څار بنسټ د  ۲۰۱۸ رپوټ پر بنسټ په ټول افغانستان کې یو اعشاریه پنځه شپږ مېلیارده ډالر بډې ورکړل شوې دي چې دا شمېر په ګمرکونو پورې اړوند نه دی.»دغه راپورونه داسې مهال دي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د بیا رغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار ادارې «سیګار» هم د حکومت په ادارو کې له پراخ فساد سر ټکولی و، او د امریکا ستراتيژیک ماموریت ته یې یو جدي ګواښ بللی و.د سیګار په راپور کې راغلي و، چې د حکومت په هره برخه کې فساد موجود دی، او افغانان وړیا خدمتونو ته د لاسرسي لپاره هم د بډو ورکولو ته اړ دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168158/دولتي-ادارو-په-۲۰۱۸-کال-کې-له-افغانانو/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0