بازتاب نیوز

ملي امنیت په کابل ښار کې د حقاني شبکې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

له دغه ریاست څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ځواکونو یې د کابل ښار د دولسمې ناحیې په مربوطاتو کې د حقاني شبکې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی. د ریاست په خبره، د حقاني شبکې دوو غړو غوښتل په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې ته ورته برید ترسره کړي، چې د ملي امنیت د ځواکونو له لوري تر کشف وروسته شنډ شو. ریاست وایي، د دوی د عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې دوه غړي هم نیول شوي دي. تر اوسه حقاني ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي. The post ملي امنیت په کابل ښار کې د حقاني شبکې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/06/30/ملي-امنیت-په-کابل-ښار-کې-د-حقاني-شبکې-له/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0