بازتاب نیوز

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د خونړۍ فاجعې مخنیوی وشو.

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ ټي آر ټي

 

د افغانستان د ملي‌ امنیت منسوبینو په پلازمینه  کابل کې په چاودیدونکو توکو بار د یوې کوچنۍ لارۍ د نیولو نه خبر ورکړی دی.

ویل کیږي‌ ترهګرو غوښتل چې ددې موټر سره په کابل کې خونړې ځانمرګی برید وکړي.

د افغانستان د ملي‌ امنیت ریاست ویلي دي چې دا لارۍ د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د کابل د پولیسو د ۱۲ مې حوزې په مربوطاتو کې نیول شوې ده .

همداشان ددې لارۍ سره د حقاني‌ د شبکې دوه تنه غړي‌ هم  نیولي‌ دي.

ویل کیږي‌ د حقاني‌ شبکې په کابل کې په ۲۰۱۷ کال کې د جرمني‌ سفارت ترڅنګ د ترسره کړي‌ ورته د یو بل ډیر ستر برید پلان درلود.

د ویلو ده چې د کابل د ۲۰۱۷ کال په برید کې تر ۱۵۰ تنو ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو.

پيوندونه: #خونړی برید , #حقاني شبکه , #افغانستان

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/06/30/d-fgnstn-ph-plzmynh-khbl-kh-d-khwnry-fj-mkhnywy-wshw-1446257

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0