بازتاب نیوز

په افغانستان کې نوې ۲۷۹ او ټولې ۳۱۵۱۷ مثبتې پېښې ثبت شوي

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ آریانا نیوز

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۱۵۱۷ ته رسیدلی دی. عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۲۷۹ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۴۱ په کابل، ۳۸ په هرات، ۴ په کندها ، ۱ په بلخ، ۱۸ په پکتیا، ۲ په ننګرهار، ۵ په تخار، ۳۵ په بامیان، ۱۳ په بادغیس، ۶ په لوګر، ۱۱ په کندوز، ۱ په پروان، ۲ په میدان وردګ، ۳ په بدخشان، ۲ په کونړ، ۷ په کاپیسا، ۲ په هلمند، ۳ په پنجشېر، ۶۸ په غور، ۲ په زابل، او ۳ په روزګانو ولایتونو کې دي. وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا اخته  ۱۲ کسان مړه شوي، چې ۳ یې د کابل، ۳ د ننګرهار، ۲ د پکتیا او یو –  یو د هرات، بلخ او غور ولایتونو دي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د مړو شویو شمېر ۷۴۵ ته رسېدلی دی. همدارنګه په ورته وخت کې ۱۹۷ کسان ښه شوي او د رغیدلیو کسانو شمېر ورسره ۱۴۰۳۶ ته لوړ شوی دی.  د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي، چې که روغتیایي سپارښتنې په پامکې ونیسي ور سره به د دغې وبا د خوریدو مخه ونیول شي؛ ځکه، چې اوس یې په مثبتو پېښو کې د پام وړ کمی ښکاري. دا په داسې حال کې ده، چې په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۳۰۲۸۶۷ ته رسیدلی، مړینه ۵۰۵۵۱۸ ده او رغیدلي ۵۲۵۳۹۸۸  دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-افغانستان-کې-نوې-۲۷۹-او-ټولې-۳۱۵۱۷-مث/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0