بازتاب نیوز

یوناما: سنګین کې پر مېله ځای برید دولتي عسکرو کړی

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې تېره ورځ سهار مهال سنګین کې په یوه دودیزه میله باندې توپونه وویشتل شول او تر شلو زیات ملکي وګړي یې ووژل؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» اعتراف کړی، چې یاد توغندیز برید د دولتي عسکرو له لوري شوی و.یوناما په دې اړه پر ټویټر لیکلي «لومړۍ موندنې ښيي، چې د عسکرو له لوري توغول شوي هاوان درنه ولسي مرګ ژوبله رامنځته کړې وه، ځیني سرچینې وایي، چې یاد هاوان د هغه توغندي په غبرګون کې توغول شوی و، چې د طالبانو له لوري فیر او له هدفه لیري لګېدلی و.»یوناما زیاته کړې، چې د یاد توغندیز برید له امله د ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.یاد بنسټ د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې په ګڼ مېشتو سیمو کې له جګړې ډډه وکړي، او پر حکومت يې غږ کړی، چې د دوشنبې د ورځې د پېښې د څېړلو لپاره یو خپلواک پلاوی وټاکي « ملګري ملتونه پر افغان حکومت غږ کوي، چې د سنګین د پېښې د څېړلو لپاره یو خپلواک پلاوی وګماري، یوناما چمتو ده په دې برخه کې له ټولو لورو سره همکاري وکړي.»یاده دې وي، چې د دوشنبې د ورځې په سهار پر هغه مېله ځای باندې توغندیز برید وشو، چې سلګونه ولسي وګړې او څاروي پکې راټول شوي و.د لومړنیو راپورونو له مخې په پېښه کې د ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون تر ۲۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي او همدومره نور ټپيان دي.حکومت که څه هم د پېښې له مسئولیته تېښته وکړه، خو عیني شاهدانو وویل، چې توغندي د دولتي ځواکونو له لوري توغول شوي.طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد برید د «مزدور دښمن قصدي جنایت» وباله او له ټوله داخلي او بهرنیو یې وغوښتل، چې د پېښې ځای ته ولاړ شي او د واقعیت معلومولو په موخه دقیق راپورونه چمتو کړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168173/یوناما-سنګین-کې-پر-مېله-ځای-برید-دولتي/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0