بازتاب نیوز

'خلک حق لري چې د جګپوړو دولتي چارواکو د فساد په اړه پوه شي'

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ طلوع نیوز

په داسي حال کې چې لويي څارنوالۍ د ښار جوړونې وزارت او ځمکو ادارې پر مشر جواد پيکار د فساد تورونو رپوټ ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولی، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره په دې اړه څه نه وايي.
 
جواد پیکار له خپلو واکونو څخه د ناوړې استفادي او له یوې نامعلومي سرچینې څخه په ترکیه د یو کور په پېرلو تورن دی.

د لویي څارنوالۍ د مالوماتو پر بنسټ، د ښار جوړونې او ځمکو مخکینی سرپرست وزیر د تېرکال په مرغومې میاشت کې له خپلو واکونو د ناوړې ګټنې او له یوې نامعلومې سرچینې په ترکیه کې د یوه کور د اخیستو په تورونو ممنوع الخروج شوی دی.

له دغې پېښې د اوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د دغې دوسیې برخلیک نه دی روښانه شوی.
 
لویه څارنوالي وايي، په دې اړه یې د خپلو څېړنو پایلې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ته لېږلي؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا په دې اړه څه نه وايي.

معلوماتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس عین الدین بهادري وايي:«خلک حق لري چې د ښاغلي پیکار په اړه څه کاره و، څومره پانګه یې لرله او اوس په کوم مالي وضعیت کې دی، پوه شي.»

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي، د حکومت د مخکینو وزیرانو د فساد د دوسیو د برخلیک په تړاو د دوی څو میاشتنیو هڅو پایله نه ده ورکړې او آن هغه معلومات چې په لویې څارنوالۍ کې د کومو وزیرانو دوسیې ثبت شوي، نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان د څار بنسټ د عدالت غوښتنې او اړیکو رییس ناصر تیموري وویل:«د افغانستان سیاسي مشرتابه د وزیرانو دوسیو ته د رسېدنې لپاره هېڅ هوډ نه لري او عدلي او قضايي بنسټونه د مدیریت د کمزورتیا له امله د قانون پر مطابق عملي نه کوي.»

لویې څارنوالۍ هم تر دې مخکې د حکومتي لوړ پوړو چارواکو د دوسیو د ارزونې په برخه کې د معلوماتو د ورکړې پر مهال د پخوانیو وزیرانو د دوسیو په اړه څه نه دي ویلي.

د ولسي جرګې غړی توفیق وحدت وايي:«د حکومت له لوړپوړو چارواکو ډېری کسان چې لاسونه یې په سترو فسادونو کې ککړ دي، نن له هېواده بهر دي او ځينو یې د ولسمشر غني په ډله کې حضور پيدا کړي.» 

د افغانستان د بیارغونې په چاروکې د امریکا ځانګړي څېړونکي تر دې مخکې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیاسي څېرو د خوندیتوب له شتونه نیوکه کړې وه.

جان ساپکو ویلي چې، افغان حکومت د فساد په تړاو د نیونې څه باندې ۶۵۰۰ حکمونه صادر کړي؛ خو نه شي کولی چې ووايي دغه حکمونه څه وخت عملي کېږي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/afghanistan/خلک-حق-لري-چې-د-جګپوړو-دولتي-چارواکو-د-فساد-په-اړه-پوه-شي

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0