بازتاب نیوز

طالبانو په میدان وردګو کې سلګونو کورنیو ته مرستې ویشلي

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، د میدان وردګو ولایت په جلګې ولسوالۍ کې یې په سلګونو اړمنو او ناداره کورنیو د خوراکي توکو مرستې ویشلي دي.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي، د خوراک د نړیوال سازمان لخوا مرسته شوي اوړه د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون لخوا په جلګې ولسوالۍ کې ۱۰۳۵ اړمنو کورنیو ته ویشل شوي شوي دي.#خبر:د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اسلامي امارت د مؤسساتو کمیسیون مسئولینو لخوا ۱۰۳۵ اړمنو او ناداره کورنیو ته د اړتیا وړ خوراکي مواد او هر کورته ۲ بوجۍ اوړه چې د wfp مرستندویه سازمان لخوا مرسته شوي وو، و ویشل شول.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) June 30, 2020باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د خوراک نړیوال سازمان لخوا مرسته شوي اوړه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د طالبانو په توسط اړمنو خلکو ته ویشل کیږي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168178/طالبانو-په-میدان-وردګو-کې-سلګونو-کورنی/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0