بازتاب نیوز

خلیلزاد له غني او عبدالله سره د ویډيويي کنفرانس له لارې د افغان سولې په اړه غږېدلی

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمی خلیلزاد» د ویډيويي کنفرانس له لارې د افغان سولې او اړوندو مسایلو په اړه د کابل حکومت له دواړو شریکانو «عبدالله عبدالله» او «اشرف غنې» سره خبرې کړې.د عبدالله عبدالله له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ويډيويي کنفرانس کې د جګړې د تاوتریخوالي په کمولو، د پاتې بندیانو د خلاصون د پروسې په بشپړولو، د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو او ورڅخه د سیمې په ملاتړ او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې ټولو لورو بین الافغاني مذکراتو ته د زمینې برابرېدلو په موخه د جګړې د شدت په کموالي ټینګار وکړ او خلیلزاد وویل، چې د افغانستان سوله د سیمې د امنیت او ثبات په معنی ده او امریکا په دې برخه کې پانګونه کوي.خلیلزاد داسې مهال له غني او عبدالله سره ویني، چې سیمې ته یې نوی سفر پیل کړی او یو اقتصادي پلاوی یې ملتیا کوي.تمه ده نوموړی له قطر،  پاکستان او ازبکستان لیدنه وکړي او د افغان سولې اړوند مسایلو باندې بحثونه وکړي.په ورته وخت کې د امریکا د  بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» هم د طالبانو دقطر دفتر له رییس «ملا برادر اخند» او طالب استازو سره د ویډيو له لارې خبرې کړې او افغان سولې پروسې په اړه یې ورسره غږېدلی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168182/خلیلزاد-له-غني-او-عبدالله-سره-د-ویډيويي/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0