بازتاب نیوز

د افغانستان بانک چارواکو له قانون سرغړونه کړې- مشرانو جرګې غړي

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ آریانا نیوز

د مشرانو جرګې غړي وایي؛ د افغانستان بانک چارسمبالي اجمل احمدي د قانون خلاف د خپلو مرستیالانو او کارمندانو  پرمنفکولو لاس پورې کړی او دا کار نه یوازې د زورواکۍ یوه بڼه ده، بلکې له قانون ښکاره سرغړونه هم ده. دوۍ څرګنده کړې؛ د افغانستان بانک چارسمبالي او سرپرست له کوم قانونې دلیل پرته پر دغو کړنو لاس پورې کړی او ملت ته یې دا سې اسناد ندې وړاند کړي،  چې اړوند ګوښه کیدنې پرې قانونې ثابتې شي. په هغه انځوریزو څرګندونو کې، چې ټولنیزو رسنیو خپرې کړي؛ لیدل کیږي، چې ساتونکي دغه بنسټ ته د افغانستان بانک د ګوښه کړ شوي لومړي مرستیال وحید نوشېر د وردننه کیدو خنډ کیږي.    له دې مخکې د افغانستان بانک د دوه یم مرستیال په ګډون یو شمېر نور لوړ پوړي مامورین هم  له ورته  برخه لیک سره مخ شوي وه. د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نو ساپۍ هم په د افغانستان بانک کې له روان  وضیعته اندېښنه لري او وروستۍ کړنې د قانون خلاف بولي. هغه په ډاګه کوي، چې که د افغانستان بانک مامورین د فساد قضیه لري؛ باید د عدلي او قضایې بنسټنو لخوا تر څارنې لاندې راشي. د افغانستان بانک دوه یم مرستیال قسیم رحیمي هم رامنځته شوې کړنه د افغانستان بانک  قانون د شلمي  مادې او پېنځمې فقرې خلاف بولي او وایي: زمونږ په اړه شوې پرېکړه د هېواد له تولو بانکي قوانینو سرغړونه ده. که مجرم یم؛ نو باید د محکمې د حکم پر بنسټ پرېکړه شوې وای. د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړي د افغانستان بانک پر مرستیالانو تر سره شوې کړنه د بانک د قانون خلاف عمل دی. د افغانستان د حقوق دانانو تولنې رییس وحید فرضه یي وایي، چې: هغه کړنه، چې د افغانستان بانک مسوولینو په دې وروستیو کې تر سره کړې د بانک د قانون خلاف ده. که اشخاص پر فساد تورن وې؛ باید د عدلی بنستونو له پرېکړې وروسته منفک شوي وای. د افغانستان د روڼتیا او څار ادارې مشر سید اکرام افضلي هم د افغانستان بانک د مسوولینو لخوا وروستۍ کړنې د اندېښنې وړ ګڼي او وايي؛ که دا لړۍ همداسې روانه وي، دهېواد دا سترمالي بنسټ به هم د سیاسي تربګڼۍ ښکارشي. د اقتصادي چارو کارپوهان په د افغانستان بانک کې داسې  بې باکه کړنې د افغانستان دغه مالي بنسټ ته خطر بولي او وایي، چې باید قانون ته درناوی وشي. د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وایي: مونږ پوهیږو، چې د اجمل احمدي وروستۍ کړنې قانونې نه، بلکه عقده یي دي او دا کار د افغانستان بانک له خطر سره مخ کولی شي. دا، چې د افغانستان بانک نو ي مشر د کوم دول فساد په قضیه کې د دې بانک دوه مرستیالان له د ندو ګوښه  کړي؛  په اړه یې له څه ویلو ډډه کوي؛ خو په  یوه اعلامیه یې څرګنده کړې، چې وروستۍ کړنې یې د افغانستان بانک د قانون د شلمې مادې او درېیمې فقرې پر بنسټ تر سره کړی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/د-افغانستان-بانک-چارواکو-له-قانون-سرغړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0