بازتاب نیوز

د بندیانو تبادلې په لړ کې طالبانو ۲۰ تنه دولتي بندیان په بغلان کې آزاد کړي

١٠ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بندیانو د تبادلې پروسې په لړ کې طالبانو تیره ورځ ۲۰ تنه دولتي بندیان په بغلان ولایت کې له خپلو بندخونو څخه آزاد کړي دي.د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، په خوشې شوو دولتي بندیانو کې عسکر او پولیس شامل دي، چې د سفریې ورکولو وروسته خپلو کورنیو ته استول شوي دي:نن په بغلان کې د اسلامي امارت له محبس څخه د کابل ادارې ۲۰ تنه عسکر او پولیس خوشې شوي او د کومک له ورکولو وروسته خپلو کورنیوته واستول شول.— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) June 30, 2020د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل دمخه باید ۵۰۰۰ طالب بندیان آزاد شي، چې د حکومتي ویاندویانو له قوله تراوسه نیږدې څلور زره طالب بندیان له بګرام، څرخي پله او ولایاتو له زندانونو څخه آزاد شوي دي.که څه هم د حکومت لخوا د پاتې ۱۰۰۰ طالب بندیانو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ ده؛ خو د سیمې درې هېوادونو ته د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره همهاله د طالبانو لخوا د بندیانو تبادلې ټکنۍ پروسه یوځل بیا د بندیانو په خلاصون سره خوځېدلې، چې د شنونکو په باور په راتلونکو دوه اونیو کې د بندیانو پروسې تکمیل او بین الافغاني مذاکراتو د پيل احتمالات ډیر قوي شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168191/د-بندیانو-تبادلې-په-لړ-کې-طالبانو-۲۰-تنه/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0