بازتاب نیوز

خلیلزاد له ازبکستاني چارواکو سره ولیدل

١١ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمیزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره مُهم دی؛ یوه منځنۍ آسیا چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سویلیزې آسیا نښلتیا لپاره کار وکړي، دا به د سیمې او متحدو ایالتونو په ګټه وي. خلیلزاد ویلي چې په هر هېواد کې د پانګه ونې او د پولو پر شاوخوا فرصتونو  په اړه غږیدلی او له هغوی سره یې په دې غور کړی چې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره څه کولای شي. خلیلزاز د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف، ځانګړي استازي ارګاشف سره لیدلي او خبري یې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ زلمي خلیلزاد د بین الافغان خبرو پیلېدو په اړه له جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله سره هم د ویډیو کنفران له لارې خبرې کړې دي The post خلیلزاد له ازبکستاني چارواکو سره ولیدل appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/01/خلیلزاد-له-ازبکستاني-چارواکو-سره-ولید/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0