بازتاب نیوز

پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته به له انګلستان سره د ټېسټ سیالي سخته وي

١١ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته به له انګلستان سره د ټېسټ سیالي سخته وي دغه خبره د پاکستان کرېکټ پخواني لوبغاړي په یوې مرکه کې کړې ده، نوموړي ویلي چې انګلستان کرېکټ ملي لوبډله په ټېسټ سیالیو کې مخکښه لوبډله ده او زیاته کړې یې ده که پاکستان یوه لوبه هم له انګلستان څخه وګټي دا به د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لویه لاسته راوړنه وي. د راپورونو له مخې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله د جون په ۲۹ مه انګلستان ته د درې ټېسټ او درې شل اوریزو سیالیو ترسره کولو په هدف تللې ده، چې اوس یې تمرینات هم پیل کړي دي. ټاکل شوې ده چې د پاکستان او انګلستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټېسټ رسمي لوبې د روان کال اګسټ میاشتې په پنځمه نېټه پېل شي، خو د اوس لپاره د کرونا له کبله قرنطین ده او دجولای میاشتي په اوږدو کې به یوه څلور ورځنۍ تمریناتي لوبه هم له انګلستان سره ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې د پاکستان او انګلستان ترمنځ درې شل اوریزې او درې د ټېسټ لوبې به پرته له نندارچیانو ترسره شي. د سپټمبر میاشت کې به د پاکستان او انګلستان ترمنځ یادې شپږې لوبې پای ته ورسي او بیا به پاکستان خپل هېواد ته ستنه شي. The post پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته به له انګلستان سره د ټېسټ سیالي سخته وي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/01/پاکستان-کرېکټ-ملي-لوبډلې-ته-به-له-انګلس/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0