بازتاب نیوز

اروپایي هېوادونو ته د پاکستان په دولتي هوایي شرکت د الوتنو بندیز لګېدلی دی

١١ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د راپورونو له مخې د هوایي چلن خوندیتو ادارې د پاکستان هېواد په دولتي هوایي شرکت (پي ای اي) باندې اروپایي هېوادونو ته د الوتنو  بندیز لګولی او ددغه شرکت جواز یې د شپږو میاشتو لپاره ځنډولی دی. ددې ادارې مسوولین وايي، د جواز ځنډولو دغه امر به د جولای له لومړۍ نېټې عملي شي. دغې ادارې له هغو رپوټونو وروسته دا پرېکړه کړې چې ویل کېږي، پاکستان کې سلګونو پیلوټانو د الوتنې لپاره جعلي لایسنسونه ترلاسه کړي دي. د هوایي چلن خوندیتوب ادارې اجرايي مشر پېټرک کايي وایي د پاکستان دولتي هوايي شرکت نه دی توانېدلی د شکاګو کنوانسون له پرېکړو سره سم د خوندیتوب اړین ټول اقدامات پلي کړي. بل لور د پاکستان هوایي شرکت چارواکو هم دغه رپوټونه منلي او وايي، هغه کسان چې له مخکې یې د دوی ټکټونه اخیستي کولای شي د ټکټ موده وغځوي او یا بېرته خپل لګښت واخلي. دا بندیزونه پر دغه شرکت هغه وخت ولګول شو،کله چې ددغه شرکت د ۱۵۰پیلوټانو لایسنسونه (جوازونه) جعلي وښتل. The post اروپایي هېوادونو ته د پاکستان په دولتي هوایي شرکت د الوتنو بندیز لګېدلی دی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/01/اروپایي-هېوادونو-ته-د-پاکستان-په-دولتي/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0