بازتاب نیوز

اشرف غني لوګر ته تللی

١١ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» نن سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت مرکز «پل علم» ښار ته رسېدلی.د ارګ له لوري په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې غني به د لوګر ولایت له نظامي او ملکي چارواکو، قومي مشرانو، متنفذینو، ښځو او ځوانانو سره وګوري او د هغوی وړاندیزونه او نظرونه به واوري.لوګر چې د اشرف غني پلرنی ټاټوبی دی، د نوموړي له رسېدو سره هم مهاله یې فضاء چورلکو نیولې او د سرچینو په حواله په ځینو ځایونو کې چورلکو وارخطاء او بې هدفه فیرونه هم کړي.غني داسې مهال د لوګر مرکز ته ځي چې په کلي کې یې له پلار ور پاتې ځمکه لا هم د طالبانو تر واک لاندې ده او عشر او زکات یې د هغوی له لوري ټولېږي.څرګنده نه ده، چې غني به لوګر ته د سفر په مهال له پلاره د ور پاتې ځمکې د واک د لاسته راوړلو لپاره کوم پلان ولري که نه؟

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168202/اشرف-غني-لوګر-ته-تللی/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0