بازتاب نیوز

خلیلزاد: سوکاله افغانستان د منځنۍ اسیا د ثبات، سولې او سوکالۍ لپاره مهم دی

١١ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره  د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، د افغانستان امنیت او ثبات د بشپړې منځنۍ اسیا د ثبات او امنیت لپاره اړین دی.خلیلزاد دغه څرګندونې د تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قیرقیز جمهوریت له باندنیو چارو وزیرانو سره له ناستې وروسته کړې.خلیلزاد چې په تازه سفر کې یې د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکايي ادارې «USDFC» مشر «ایډم بیوهلر» او یو اقتصادي پلاوی هم ملتیا کوي، د خپلو لیدنو په اړه پر ټویټر لیکلي «ايډم بیوهلر او ما په تاشکند کې ښه ملاقاتونه لرل. ورځ مو له باندنیو چارو وزیر کاملوف او ځانګړي‌ استازي ارګاشف سره پیل کړه او بیا د C۵ +۱ له پاتو باندنیو چارو وزیرانو (تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قیرقیز جمهوریت) سره یوځای شوو.»نوموړي زیاته کړې «یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمیزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره مُهم دی؛ یوه منځنۍ آسیا چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سویلیزې آسیا نښلتیا لپاره کار وکړي، به د سیمې او متحدو ایالتونو په ګټه وي.»د خلیلزاد له قوله، دوی د خپلو لیدنو په مهال د پانګونې او د پانګونې لپاره د شته فرصتونو په اړه غږېدلي او د سیمې د ودې لپاره د یوه جمعي صندوق پر څرنګوالي یې خبرې کړې.یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمیزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره مُهم دی؛ یوه منځنۍ آسیا چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سویلیزې آسیا نښلتیا لپاره کار وکړي، به د سیمې او متحدو ایالتونو په ګټه وي— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 1, 2020یاده دې وي، چې خلیلزاد تر دې وړاندې د کابل حکومت له دواړو شریکانو «عبدالله عبدالله» او «اشرف غني» سره هم د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې کړې وې او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو، د بندیانو د خلاصون د پروسې په بشپړېدو او له افغان سولې پروسې څخه د سیمې د ملاتړ د جلبولو په اړه ورسره غږېدلی و.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168198/خلیلزاد-سوکاله-افغانستان-د-منځنۍ-اسیا/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0