بازتاب نیوز

د هرات پښتون زرغون کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته

١١ چنګاښ ١٣٩٩ طلوع نیوز

هرات کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته کې یوه ملکي کس ژوند بایللی او لس تنه نور ټپیان دي.

یوه سرچینه نن(چهارشنبه د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) وايي چې ټپیانو کې ۸ افغان سرتېري او ۲ ملکي کسان شامل دي.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي څرګندوي چې نښته سهار وختي ۴:۳۰ بجې طاقچې سیمه کې پیل شوې.

د سرچینې په وینا افغان ځواکونو کله چې غوښتل طاقچې سیمه کې دولتي ځواکونه اکمال کړي، د طالبانو له برید سره مخامخ شوي دي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

پښتون زرغون د هرات ختیځ کې نا امنه ولسوالۍ ګڼل کیږي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/afghanistan/د-هرات-پښتون-زرغون-کې-د-افغان-ځواکونو-او-طالبانو-ترمنځ-نښته

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0