بازتاب نیوز

ننګرهار کې سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

١١ چنګاښ ١٣٩٩ پژواک خبري اژانس

 جلال اباد (پژواک، ۱۱ چنګاښ۹۹:( د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو د وسله والو له بريدونو وروسته نښته شوې چې په ترڅ کې یې اتو وسله والو طالبانو او اوو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د نازيان ولسوالۍ اړوند په لعل منډي سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو د پاکستانیانو په ګډون وسله والو طالبانو بريد کړی چې دوه سيمه ييز پوليس په کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

دی زياتوي، په نښته کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د اتو مړي په سيمه کې پاتې شوي دي.

د اجمل په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي وويل، نښته د طالبانو او ملک دهقان په نوم د يوه دولت پلوه پاڅونوال د ملېشو ترمنځ شوې ده.

 هغه زياته کړه جګړه ډېره شديده وه او څو ساعتونه يې دوام درلود.

بلخو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/574891

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0