بازتاب نیوز

​د ونټلاټورونو څار: تخار ته هېڅ وینټلاټور نه دی ورکړل شوی، خو د وزارت لېست کې لس ورته لیکل شوي

١١ چنګاښ ١٣٩٩ پژواک خبري اژانس

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹): په تخار کې چارواکي وايي، د عامې روغتیا وزارت تر اوسه دغه ولایت ته د مصنوعي تنفس ماشینونه (وينټلاټورونه) نه دي ورکړي او د دغه ولایت په مرکزي روغتون کې یوازې څلور دغه ماشینونه شته چې مخکې د جرمني هېواد له خوا مرسته شوي وو، خو وزارت په دغه ولایت کې د لسو وینټلاټورونو د شتون خبره کوي.

وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس پاکستان ته د ۳۲ وينټلاټورونو د قاچاق راپور خپور کړ، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال شفیق شهیم د چنګاښ په درېیمه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ناروغانو د موجوده بسترونو د اړتیا پر بنسټ ٢٢٥ وينټلاټورونه شتون لري.

د عامې روغتیا وزارت د دغو ۲۲۵ وينټلاټورونو لېست له رسنیو او ارګ سره شریک کړی دی.

د یاد لېست له مخې، د مصنوعي تنفس دغه ۲۲۵ الې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې دي.

د یاد سند له مخې، په تخار ولایت پسې لس وینټلاټورونه ثبت شوي دي.

خو د تخار ولایت د عامې روغتیا رییس نصرالله قاري زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مصنوعي تنفس له پخوانیو څلورو ماشینونو پرته چې په حوزوي روغتون کې دي، د روغتیا وزارت د کرونا ویروس ځانګړي روغتون ته بل هېڅ وینټلاټور نه دی ورکړی.

دی وايي، د تخار عامې روغتیا ریاست ته پخوا ۴ وینټلاتورونه ورکړل شوي چې دوه یې کارول کېږي او دوه نور لا په زېرمتون کې دي.

هغه زیاته کړه، د ۲۲۵ وينټلاټورونو کوم لېست چې وزارت له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریک کړی، په هغه کې تخار ولایت ته د لسو وینټلاټورنو خبره شوې، خو دوی یې ردوي.

پژواک هغه سند ترلاسه کړی چې د تخار د عامې روغتیا له ریاست څخه وزارت ته استول شوی، په هغه کې هم د کوم وینټلاټور یادونه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني د چنګاښ په څلورمه پر خپله ټویټرپاڼه له کرونا سره د مقابلې لپاره د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو موسسو د وینټلاټورنو د مرستې لېست خپور کړی دی.

د هغه نوملړ له مخې، تر اوسهد مصنوعي تنفس ۵۴ الې مرسته شوې چې ۸ یې د روغتیا نړیوال سازمان، لس ترکیې، یو وينټلاټور د ترکیې د ټیکا په نوم موسسې، دوه ایران او ۷ نور د قطر هېواد د الغرافه په نوم موسسې مرسته کړې او د ۲۶ نورو يې د مرسته کوونکو بنسټ او هېواد نه دي ښودلي.

په یاد لېست کې له یادو ۵۴ وينټلاټورونو څخه ۳۰ يې ۱۳ ولایتونو ته او ۲۴ نور په مرکزي زېرمتون کې دي.

خو د پژواک د چنګاښ په درېیمه په خپل خپور شوي راپور کې د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور له قوله ویل شوي چې د دغه لېست له مخې، له دوی سره چین د مصنوعي تنفس د څلورو الو، ترکیې د درېیو، ایران د درېیو او روغتیا سازمان د ۲۷ نورو ماشینونو مرسته کړې ده.

ده د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل: "د عامې روغتیا وزارت مخکې۲۷۰ دغه ډول ماشینونه لرل، ۴۰ یې خراب شوي، ځکه څوک پرې نه پوهېدل او اړتیا یې هم نه وه چې وکارول شي؛ له همدې امله اوس داسې یوه تخنیکي کس ته ضرورت دی چې دغه ماشینونه بېرته ترمیم کړي."

روغتیا وزارت په خپلو اعلان کړو لېستونو کې ۱۷ وینټلاټورنه وروسته له هغه ډېر کړل چې کله د پژواک مشر دانش کړوخېل د ولسي جرګې روغتیا کمېسیون ته د راپور وضاحت په غونډه کې د ترکیې د لسو او د قطر الغرافه موسسې مرسته شوو ماشینونو یادونه وکړه.

د تخار ولايتي شورا منشي اعظم افضلي هم په دغه ولایت کې د پژواک خبریال ته وویل چې تر اوسه روغتیا وزارت د کرونا ناروغۍ له روغتون سره په دغه ولایت کې د هېڅ وینټلاټور مرسته نه ده کړې.

دی وايي، څو کاله مخکې څلور وینټلاټورنه د جرمنیانو له لوري د تخار له حوزوي روغتون سره مرسته شوي او نورې کومې مرسته چې له حکومت سره شوې، تخار ته یې برخه نه ده ورکړل شوې؛ له همدې امله په دغه ولایت کې د مصنوعي تنفس الو نه شتون له کبله د کرونا ډېر ناروغان مړه شول.

هغه زیاتوي: "له روغتیا وزارته زموږ غوښتنه دا ده چې په بېړې سره تخار ولایت ته د مصنوعي تنفس الې را ولېږي."

په تخار کې د جمشید قند علي په نوم مدني فعال پژواک ته وویل، کوم معلومات چې د عامې روغتیا له ریاسته لري، د هغو له مخې تر اوسه د مصنوعي تنفس هېڅ یو ماشین د دغه ولایت د کرونا روغتون ته نه دی ورکړل شوی.

بلخوا د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره کي پژواک ته وویل چې د تخار روغتیا ریاست له لوري ورته د څلور وینټلاټورونو راپور ورکړل شوی او هماغه دوی هم تاییدوي.

هغه زیاته کړه، له مرسته شوو وینټلاټورونو تخار ته نه دي ورکړل شوي او په کوم لېست کې چې په تخار پسې لس وینټلاټورونه لیکل شوي، هغه راپور په غلطۍ سره دوی ته رسېدلی دی.

د پژواک د وينټلاټورنو د څارنې لړۍ شپږم راپور

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/574903

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0