بازتاب نیوز

د ایران په یوه کلینیک کې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

١١ چنګاښ ١٣٩٩ آریانا نیوز

د ایران د پلازمېنې تهران په یوه کلینیک کې له چاودنې لګیدلي اور لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه کړي او ۶ نور ټپیان دي. ایرانیو رسنیو په ډاګه کړې، چې تېره شپه په سیمه ییز وخت ۹ بجې د تهران په یوه کلینیک کې د ګازو د یوې نلکې له سوري کیدو چاودنې اورلګیدنه رامنځته کړې، چې لږ تر لږه یې ۱۹ کسان مړه کړي او ۶ نور ټپیان دي. د تهران د بیړنیو حالاتو مرکز مشر پیمان صابریان پارس نیوزته ویلي، چې ۶ نور کسان هم په دې پېښه کې ټپیان شوي دي. د تهران والي ویاند حمید رضا ګودرزي د ایران صدا و سیما شبکې ته ویلي، چې دا پېښه د ګازو د نلکې له سوری کیدورامنځته شوې ده. د تهران د اوروژنې ویاند جلال مالکي یادې رسنۍ ته څرګنده کړې، چې اور اوس مړ شوی او سیمه تر څارنې لاندې ده. د چاودنې پرمهال په دې کلینیک کې ۲۵ کارکوونکیو کارکاوه. له دې اورلګیدنې او چاودنې وروسته پر ټولنیزو رسنیو داسې فلمونه او ویدیو ګانې خپرې شوې، چې نه یوازې د کلینیک شاوخوا ته د مرستې لپاره راټول خلک، بلکې له اورلګیدنې رامنځته شوي زیانونه هم ښيي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/د-ایران-په-یوه-کلینیک-کې-چاودنې-۲۵-کسانو/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading

Warning: Unknown: write failed: Disk quota exceeded (122) in Unknown on line 0

Warning: Unknown: Failed to write session data (files). Please verify that the current setting of session.save_path is correct (/tmp) in Unknown on line 0