بازتاب نیوز

خلیلزاد د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه له قطريانو او طالبانو سره خبرې کړي

١٤ چنګاښ ١٣٩٩ آریانا نیوز

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او قطري چارواکو د افغانستان د سولې د ټینګښت او د سیمه ییزې هوساینې د پیاوړتیا لپاره په یو لړ پروژو کې د ګډې پانګونې پر امکاناتو بحث او خبرې کړې دي. ښاغلي خلیلزاد په یو لړ تویتونو کې لیکلي، چې هغه او د امریکا د نړیوالې پراختیا د پانګونې شرکت عامل مدیر آدام بوهلر په دوحه کې د قطري پانګوونې له چارواکو سره خبرې کړې دي. خلیلزاد څرګنده کړې: په افغانستان کې همغږو پانګوالو ته د ګډې پانګوونې د پیاوړي کولو لپاره رښتیني ظرفیتونه شته دی. د امریکا ځانګړي استازي د پنجشنبې پر ورځ په دوحه کې د طالبانو له مشر ملا برادر سره هم کتلي دي. د طالبانو ویاند په ډاګه کړې، چې دواړو لوریو د سولې بهیر، د بندیانو ژر تر ژره خوشې کیدو او د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل په اړه خپل اندونه حرګندکړي دي.   1/3 @AdamUSDFC & I have concluded mtgs in Doha. With QIA & @qatar_fund, we discussed the possibility of co-investing in Afghan projects to consolidate peace & unlock regional prosperity. The potential to amplify investment impact in #Afghanistan with like-minded partners is real. — U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 3, 2020 خلیلزاد زیاته کړې: مونږ ټینګار کوو، چې تلپاتې سولې پسې به د اقتصادي پراختیا فرصتونه وي. مونږ هوکړه کړې؛ د سولې د ملاتړ لپاره پرمختیايي برنامې به تر هغې پیل نشی، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له لارې وروستي خنډونه لیرې شي. هغه په ډاګه کړې؛ طالبان پوهیږي، چې ټول افغانان باید د افغانستان په راتلونکي کې د اړتیا وړ پانګونې د راجلبولو لپاره جوړجاړی وکړي. د یادونې ده، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل په وړاندې یو اختلافي مورد د ځینو طالب بندیانو له خلاصون سره د افغان حکومت مخالفت او دغه راز د طالبانو لخوا په بریدونو کې زیاتوالی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/khalilzad-qataris-taliban-discuss-development-opportunities-in-afghanistan/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading