بازتاب نیوز

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر۳۲زره۶۷۲تنو ته ورسېد

١٤ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۴۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۲زره او ۶۷۲ تنو ته ورسېد. د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۷ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۱۸۳۳ تنه ترې رغېدلي چې دې سره په ټول هېواد کې د رغېدلو کسانو شمېر ۱۹ زره او ۱۶۲ تنو ته ورسېد. روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي. The post افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر۳۲زره۶۷۲تنو ته ورسېد appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/04/افغانستان-کې-په-کرونا-د-اخته-کسانو-شمېر/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading