بازتاب نیوز

له ګازو څخه د ګټې اخیستنې لپاره، د ښارګوټو او لوړپوړو ودانیو له مالکینو څخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې غوښتنه

١٤ چنګاښ ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ژمي په موسم کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه، د ښارګوټو او لوړپوړو ودانیو له مالکینو څخه غوښتنه وکړه، چې د لړم میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې، د ښارګوټو او لوړپوړو ودانیو د مرکز ګرمیو او سون توکو د تسخین

سیستم، د ډبرو له سکرو څخه؛ اوبلن ګاز ته واړوي.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې لوی رییس، شاه زمان میوندي، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د سټنډرډ او نفتي توکو ادارو له مرستیالانو سره، په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو، خبرداری ورکړ: د ښارګوټو او لوړپوړو ودانیو د مرکز ګرمیو سیستم د نه بدلون او نه اصلاح کولو په صورت کې به، د دغې ادارې د څارنې او تفتیش څانګه، د ښارګوټو او لوړپوړو ودانیو د مرکز ګرمیو فعالیت ته اجازه ور نه کړي.
میوندي، تینګار وکړ، په ښارګوټو او لوړپوړو ودانیو کې د لوګي تصفیه کوونکو فلټرونو لګول، چې تېر کال پیل شوي، دوام لري او زیاته یې کړه: په هر صورت کې د لوګي تصفیه کوونکو فلټرنو لګول جدي اړتیا ده.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د پانګه اچوونکو او خصوصي سکتور استازي، د چاپېریال ککړوونکو سرچینو د مهارولو په برخه کې له مسوولو بنسټونو سره مرسته وکړي.
د تېر کال په ژمي کې د اصنافو د سون سیستم د تنظیم په موخه؛ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د هغې د نورو کاري شریکانو د هڅو له امله په کابل ښار کې د ودونو د ۶۹ هوټلونو د تسخین سیستم ۹۷ سلنه، د ۷۹۱ رسټورانټونو د تسخین سیستم ۸۳ سلنه، د ۱۴۶۱ نانوایانو د تسخین سیستم ۹۸ سلنه او د ۳۷۷ سقاوو د تسخین سیستم ۱۰ سلنه برخه کې له ګازو څخه ګټه اخیستل کېږي.  
په ورته وخت د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال، عزت الله صدیقي، د ډبرو سکرو پر ځای د اوبلن ګاز د کارولو ګټې ته په ټینګار سره وویل: هغه معلقې ذرې، چې د کورنیو لخوا د ډبرو سکرو د سون له امله د یوه کال په اوږدو کې په کابل ښار کې رامنځته کېږي، ۷۸۵۰ ټنه اټکل شوي، چې د کورنیو لخوا له اوبلن ګاز څخه د ګټې اخیستنې په صورت کې به دغه ذرې په کال کې ۷۵ ټنه، ته کموالي ومومي.  
په دې کنفرانس کې د نفت او ګازو او سټنډرډ ادارو مسوولینو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره خپل چمتوالي په ډاګه کړل.
د نفت او ګازو ادارې مرستیال، انجنیر محمد زبیر وویل، چې اوسمهال د دغې ادارې د ګازو زېرمې ډکې دي او دغه راز د هرات، آقینې او حیرتانو له بندرونو څخه د ګازو د لېږد بهیر هم دوام لري.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د ډبرو له سکرو څخه اوبلن ګاز ته د تسخین سیستم د اړولو په اړه د ښارګوټو او لوړپوړو ودانیو مالکینو د پرېکړې په صورت کې د نفت او ګازو اداره له خصوصي سکتور سره په همغږۍ باندې؛ د هغوی د اوبلن ګاز د اړتیا پوره کولو لپاره چمتوالی لري.
د سټنډرډ ملي ادارې مسلکي مرستیال، خواجه جاوید صدیقي، دې ته په ټینګار سره چې دغه اداره د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره اړینه همغږۍ لرله، زیاته کړه: د سټنډرد ملي اداره، د موټرو د سون توکو د څارنې او کنترول  د تېلو ټانکو د کنترول او د نفتي توکو دعرضې بازارونو د کنترول برخه کې د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره هکاري کوي.
هغه زیاته کړه: د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې په کابل ښار کې د تېلو له ۳۶۰ ټانکونو څخه د نمونې اخیستنې بهیر پیل شوی وو، چې اوس بیا له سره پیلېږي او د لړم میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې به، ټول ټانکونه چک او کنترول شي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، د نړیوالو مطالعاتو پر بنسټ، د ککړې هوا له خطر سره مخ کسان، د کرونا ویروس پر وړاندې ډېر زیانمنونکي دي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3234-2020-07-04-11-37-40

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading