بازتاب نیوز

په پکتیا کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي

١٤ چنګاښ ١٣٩٩ آریانا نیوز

د پکتیا امنیتي ځواکونو د دې ولایت میرزکه،احمدخېل او خوشامند ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ۱۱ وسلوالو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکړی دی. د پکتیا ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره له نښتې وروسته پېنځه وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.  د امنیتي ځواکونو د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه هغه مال رامنځته شوه، چې وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز برید کړي. دوی زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د میرزکه ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ یو ساتونکی هم وژل شوی دی. دغه راز تندر ۲۰۳ قول اردو په داګه کړې، چې د دې ولایت په احمد خېل او خوشامند ولسوالیو کې شپږ وسلوال طالبان د پخپل جوړ کړي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. طالبانو تر دې دمه د دغو پېښو په اړه څه ندي ویلي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-پکتیا-کې-۱۱-وسلوال-طالبان-وژل-شوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading