بازتاب نیوز

افغان حکومت سبا د څو سوه طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه کوي

١٤ چنګاښ ١٣٩٩ آریانا نیوز

په حکومت کې یو شمېر سرچینو په ډاګه کړې؛ د پاتې څو سوه طالب بتدیانو د خلاضون پرېکړه د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره کیږي. په داسې حال کې، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل یو اصلي شرط د حکومت او طالبانو لخوا د ټولو بندیانو خلاصون یاد شوی؛ خو افغان حکومت له څه وخت راپدیخوا دا بهیر درولی دی. سرچینې څرګندوي؛ افغان حکومت د شاوخوا ۱۰۰ طالب بندیانو له خلاصون سره، چې په خونړیو بریدونو او تنظیم شویو جرمونو کې لاس لري، مخالفت ښیي. په کابل کې د امریکا سفیر روس ویلسون ویلي، که څه هم زیاتره طالب بندیان ښه خلک ندي؛ خو افغان حکومت په رښتیني توګه او د باور جوړولو لپاره د هغوی د خلاصولو پرېکړه کړې ده. نوموړي زیاته کړې؛ هیله لرو، چې د ۵ زره طالب بندیانو او زر افغان بندیانو له خلاصون سره د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي؛ ټاکل شوې د څو سوه نورو طالب بندیانو په اړه هم پرېکړه وشي؛ خو زمونږ تمه داده، چې طالبان تاوتریخوالی کم او له حکومت سره خبرې وکړي. د افغان حکومت د څرګندونو له مخې، تر اوسه نږدې څلور زره طالب بندیان آزاد شوي. دغه راز طالبانو هم ویلي، چې له اووه سوه ډېر حکومتي بندیان یې آزاد کړي دي. طالبانو پخوانی غړي سید اکبر آغا ویلي، چې په دې اړه که هوکړه ونشي؛ طالبان به په خپلمنځي خبرو کې ګډون ونکړي. تمه ده، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د همدې میاشتې په بهیر کې تر سره شي؛ خو د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالي او د حکومت لخوا د ځینو طالب بندیانو نه خلاصون د دې خبرو اترو د پیل په وړاندې خنډ او ځنډ رامنځته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له افغان حکومت او طالبانو څخه ژر تر زره د افغانانو د خپلمنځي خبرو په وړاندې د پرتو ننګونو پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/افغان-حکومت-سبا-د-څو-سوه-طالب-بندیانو-د/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading