بازتاب نیوز

د ارواښاد یوسف غضنفر مړی خاورو ته وسپارل شو

١٤ چنګاښ ١٣٩٩ آریانا نیوز

د اقتصاد او تجارت په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر له کرونا ویروسه ومړ.  ولسمشرۍ په ډاګه کړې؛ د ارواښاد غضنفر مړینه هېواد او نظام ته یوه ستره ضایعه ده او زیاته دوي، چې هغه هېواد ته د خدمت ډېرې کارنامې تر شاه پریښي.  د ارواښاد مړی د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته ولیږدول شو او د یوشمېر حکومتي چارواکو په حضور د مبارکې روضي په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو. ارګ زیاته کړې؛ ارواښاد حلیم، خیرغوښتونکی او ملتپال شخصیت و او تل د افغانستان د ودې، پراختیا او پرمختګ په هڅه کې و.  د سوداګرۍ خونې هم د ارواښاد یوسف غضنفر هڅې او کارنامې د هېواد اقتصادي ودې او پراختیا ارزښتمنې بولي او ستاینه یې کوي.  ارواښاد غضنفر پر کرونا له اخته کیدو وروسته په ترکیه کې تر درملنې لاندې و او له مړینې وروسته یې مړی د جمعې پر ورځ افغانستان ته راولیږدول شو. pic.twitter.com/pKE1EEEKYA — ارگ (@ARG_AFG) July 4, 2020 د ارواښاد د جنازې غایبانه لمونځ هم د ولسمشر غني په ګډون په ارګ کې ادا شو. په دې مراسمو کې ، چې ننه مازیګر تر سره شول؛ پر ولسمشر غني سربېره د ولسمشر لومړي مرستیال، یو شمېر وزیرانو، حکومتي مامورینو او د هېواد مشرانو برخه اخیستې وه. ارواښاد محمد یوسف غضنفر د ترکیې د انقرې په یوه روغتون کې له کرونا ویروسه ساه ورکړې ده. روح یې یاد و ښاد اوسه!

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/covid-19-ghazanfars-body-laid-to-rest-in-balkh/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading