بازتاب نیوز

ام ای تي جوړ کړی رباټ په ۳۰ دقیقو کې یو ګودام ضد عفوني کولی شي

١٤ چنګاښ ١٣٩٩ آریانا نیوز

د CNN د څرګندونو له مخې؛ د ماساچوست د ربات جوړونې انستیتوت یو داسې ربات جوړ کړی، چې کولی شي په ۳۰ دقیقو کې د ۴۰۰۰ فوت مربع ګودام ځمکه ضدعفوني او په راتلونکي کې د پلورنځیو او ښوونځیو د پاکولو لپاره وکارول شي. د کمپیوټر ساینس او مصنوعي ځیرک لابراتوارونو څانګې د آوا رباتیکس(یو شرکت، چې له لیرې پر ریموت کنترول کار کوي) او د بوستون ستر غذایي بانک یو روبات جوړ کړی، چې کولی شي د یو وي سي UVC پر رڼا کار کوي؛ پر کوروناویرس ککړ ځایونه ضد عفونی او له کروبونو پاک کړي. د سي این این د راپور له مخې ؛ د پروژې کار د اپریل په لومړیو کې پیل شوی و او یوه څیړونکي ویلي وه، چې د پروژې په جوړولو کې پرمختګ د کورونا ویروس له رامنځته کیدو او ورسره په غبرګون کې رامنځته شوی. دغه پایلې خورا هڅونکې وې او څېړونکيو ويلي؛ پر وړانګو د ضد عفوني کولو بهیر د نورو چاپېریالونو لکه پلورنځیو، فابریکو، ښونځیو او هوټلونو په پاکولو کې هم وکارول شي. کوروناویرس د هوا له لارې خپریږي او د څو ورځو لپاره د پاتې کیدو وس لري. یو په خپلواکه توګه کاریدونکی ربات کولی شي پراخ چاپېریال پاک او دا کار چټک تر سره کړي. څېړونکیو ویلي، چې د UV-C رڼا ر بېلابېلو ه سطحو د باکتریا، مکروب او ویروس په وژلو کې ګټور دی. په هرصورت دا وړانګې انسانانو ته زیان رسوي. دا ربات په خپلواکه توګه له ارنې او تعامل پرته کار او هڅې تر سره کوي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/ام-ای-تي-جوړ-کړی-رباټ-په-۳۰-دقیقو-کې-یو-ګو/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading