بازتاب نیوز

ارګ: نن څلور سوه طالب بندیان خلاصېږي

١٥ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ «ارګ» وايي، نن د یکشنبې ورځ د حکومت له زندانونو څخه څلور سوه طالب بندیان خلاصېږي.د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي «د یکشنبې په ورځ ۴۰۰ نور کسان (طالبان) له بنده خوشې کېږي. دا اقدامات ټول د دې لپاره دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې وروسته، طالبان د سولې مخامخ خبرو ته راشي.»د صدیقي له قوله، حکومت به نن د طالب بندیانو د خلاصون د لړۍ په اړه خپل وروستی تصمیم هم په ډاګه کړي.یاده دې وي، چې تر دې وړاندې  د حکومت له زندانونو څخه ۳۶۰۰ شاوخوا طالب بندیان خلاص شوي، چې د تازه څلور سوه نورو په خلاصون سره به دا شمېره نږدې څلور زره ته ورسېږي.طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی چې ددوی د بندیانو د خلاصون لړۍ باید چټکه شي، تر څو له پای ته رسېدو سره سم یې د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي.د طالبانو له قوله، که چېرې ددوی پنځه زره بندیان خلاص شي، دوی تیار دې د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره خبرو ته کېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه ورسره وغږېږي.د طالبانو او امریکا تر منځ دشوې توافقنامې له مخې حکومت ژمن دی، پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168426/ارګ-نن-څلور-سوه-طالب-بندیان-خلاصېږي/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading