بازتاب نیوز

کورونا د مشرانو او ولسي جرګې ځینې غړي نیولي

١٥ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د سرچینې په وینا، د ناروغو وکیلانو د غیر حاضرۍ له کبله غونډې ځنډولې او په ورستیو اونیو کې یې نصاب هم نه دی بشپړ شوی. د دوی د معلوماتو پر اساس، ځینو وکیلانو له کورونا ناروغۍ څخه سختې ورځې تېرې کړې او ځیني نور یې لاهم په کورونو کې قرنطین دي. د مشرانو جرګې د درالانشاء مشر مولوي عبدالله قرلق رسنیو ته دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده، د یادې جرګې اته غړي په کورونا اخته شوي، چې په خبره یې اوس قرنطین دي. همدارنګه د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي هم رسنیو ته منلې چې د دوی ۱۵ ملګري په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر شنبې ورځې ۳۲ زره او ۶۷۲ تنه په کورونا ناروغۍ اخته شوي او ۸۲۶ تنه ترې مړه شوي دي. The post کورونا د مشرانو او ولسي جرګې ځینې غړي نیولي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/05/کورونا-د-مشرانو-او-ولسي-جرګې-ځینې-غړي-نی/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading