بازتاب نیوز

په کندهار کې ۶۳۶ د ملي اردو سرتیري له نظامي زده کړو فارغ شول

١٥ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان برید جنرال میر اسد الله کوهستاني پرون د دغو سرتیرو په فراغتغونډه کې وویل، کوم سرتیري چې له نظامي زده کړو فارغ شوي، تر دې وروسته به د افغان ځواکونو په لیکو کې ځای پر ځای او خپلو دندو ته به دوام ورکړي. د سرچیني په وینا، فارغو شوو سرتیرو ژمنه وکړه چې د هېواد له دښمنانو سره د مبارزې په برخه کې به خپلې ټولې هڅې ونه سپموي او تر وروستۍ سلګۍ به دندې ته دوام ورکړي. د ملي اردو دغه سرتیري تر نظامي زده کړو وروسته پر داسې مهال د افغان ځواکونو په لیکو کې ځای پر ځای کېږي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو له خوا تاوتریخوالی ډېر شوی او د دوی په بریدونو کې د افغان سرتیرو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. The post په کندهار کې ۶۳۶ د ملي اردو سرتیري له نظامي زده کړو فارغ شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/05/په-کندهار-کې-۶۳۶-د-ملي-اردو-سرتیري-له-نظ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading