بازتاب نیوز

بشري حقونو کمېسیون: سنګین کې پر مېله بازار د درنو وسلو برید دولتي عسکرو کړی و

١٥ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون منلې، چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې پر مېله ځای هغه توغندیز برید، چې لسګونه ملکي وګړي يې مړه او ژوبل کړل؛ د دولتي عسکرو له لوري شوی.د بشري حقونو د کمېسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د پېښې له قربانیانو، عیني شاهدانو، روغتیایي بنسټونو، د سیمې له متنفذینو، مدني بنسټونو او ولایتي شورا سره تر مرکو او بحثونو وروسته څرګنده شوې، چې د درنو وسلو هغه درې مرمۍ چې په سنګین ولسوالۍ کې پر مېله بازار باندې توغول شوې وې او په پایله کې يې ۲۷ تنه وژل شوي و او ۳۵ ټپیان وو؛ د دولتي امنیتي ځواکونو کار وو.»خبرپاڼه کې وړاندې د بشري حقونو کمېسیون د پېښې په تړاو خواشیني څرګنده کړې، د دولتي عسکرو یاد عمل یې د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللی او د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي غوښتنه یې کړې.په اعلامیه کې پر حکومت غږ شوی، چې د سنګین د پېښې د څېړلو لپاره دې يوه بې طرفه او «خلکو ته د منلو وړ» کمېټه وټاکي تر څو پېښه په ښه ډول وڅېړل شي.یاده دې وي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ باندې سهار مهال د دولتي عسکرو له یوه مرکز څخه په هغه سیمه باندې توغندیز برید وشو، چې ولسي وګړي د یوې دودیزې میلې د سیل لپاره پکې راټول شوي و.حکومت که څه هم هڅه وکړه، پېښه د طالبانو کار وبولي، خو له سیمې عیني شاهدانو او د رسنیو خبریالانو وویل، چې برید د عسکرو له لوري شوی.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ «یوناما» هم د پېښې په تړاو خواشینې څرګنده کړه او د دولتي ځواکونو کار یې وباله.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168450/بشري-حقونو-کمېسیون-سنګین-کې-پر-مېله-باز/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading