بازتاب نیوز

په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۸ تنه کورونا ناروغۍ مړه کړي

١٥ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې لسګونه مشکو کې نمونې کتل شوې، چې له ډلې یې ۲۷۹مثبتې تایید شوې. په هېواد کې له دې وبا څخه تازه ۳۸تنه نور مړه شوي دي، چې د هېواد په کچه له دې ناروغۍ د مړو شمېر ۸۶۴ تنو ته ورسېد. په ورته مهال له دغې ناروغۍ څخه هره ورځ سلګونه کسان رغېږي چې تر اوسه پورې د رغېدلو کسانو شمېر۱۹ زره او ۳۶۶ تنو ته رسېدلې ده. روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي. The post په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۸ تنه کورونا ناروغۍ مړه کړي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/05/په-تېرو-۲۴ساعتونو-کې-۳۸-تنه-کورونا-نارو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading