بازتاب نیوز

هند د افغانستان په څلورو ولایتونو کې ښوونیزې پروژې پلې کوي

١٥ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

ښاغلي کمار د یکشنبې په ورځ له افغان چارواکو سره ګډ خبري کنفرانس ته وویل، د دوی په مالي لګښت به په راتلونکي ۲۰۲۱ میلادي کال کې په بدخشان، خوست، فراه او کاپیسا ولایتونو کې بېلابېلې ښوونیزې پروژې پلې شي. بلخوا، د افغانستان د اقتصاد وزیر مطفی مستور همدې غونډې ته وویل، د هند په مالي مرسته په بدخشان او خوست کې ښوونځي، په فراه کې د لوړو زده کړو موسیسه او په کاپیسا ولایت کې بیا د البیروني پوهنتون سړک رغول کېږي. د هند سفیر د خپلو خبرو په ورستیو کې له افغان حکومت سره د نورو مرستو ډاډ هم ورکړ او د افغانانو په مالکیت یې د سولې د ملاتړ خبر ورکړ. باید یاده شي چې هند په تېر کې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي. The post هند د افغانستان په څلورو ولایتونو کې ښوونیزې پروژې پلې کوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/05/هند-د-افغانستان-په-څلورو-ولایتونو-کې-ښو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading