بازتاب نیوز

د عبدالله او ملاتړو تر منځ د چوکیو د وېش پر سر اختلاف لا هم نه دی حل شوی

١٥ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د عبدالله او اشرف غني تر منځ د واک د وېش په توافقنامه کې عبدالله عبدالله ته په حکومتي ارګانونو کې نږدې پنځوس سلنه چوکۍ منل شوې وې، چې اوس یې د وېش پر سر د نوموړي او ملاتړو تر منځ اختلافات راپورته شوي.د هشت صبح ورځپاڼې د راپور په اساس، عبدالله عبدالله د کریم خلیلي په مشرۍ له خپل ملاتړي ګوند «حزب وحدت» سره ژمنه کړې وه، چې د واک له وېش وروسته به کورنیو چارو وزارت او یا هم په کابینه کې دوې چوکۍ ورته سپاري؛ خو اوس چې سپېدار غواړي «مسعود اندرابي» له خپل لوري د کورنیو چارو وزیر معرفي کړي؛ نو ځکه حزب وحدت په کابینه کې د دوو نورو وزارتونو غوښتنه کړې، چې  دمګړۍ د یوه وزارت په اړه ورسره عبدالله سلا شوی او د بلې چوکۍ په تړاو چنې روانې دي.په ورته وخت کې د دوستم له ګوند «جنبش» سره ژمنه شوې، چې دوستم ته به د مارشالۍ ورکولو تر څنګ یاد ګوند ته په کابینه کې درې چوکۍ ورکول کېږي، مګر اوس عبدالله عبدالله د چوکیو د کمبود له امله له دوستم غوښتي، چې په دوو وزارتونو قناعت وکړي، خو د یاد ګوند ویاند «بشیر احمد تهینج» وايي، له دوی سره درې چوکۍ منل شوې او تر پایه به په خپل همدې مؤقف ولاړ پاتې شي.د تهینج په خبره، زراعت، ترانسپورت او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونه له دوی سره منل شوي او باید ورکړل شي.د عبدالله عبدالله او ملاتړو تر منځ یې د چوکیو د وېش پر سر جنجالونه داسې مهال دي، چې د ولسي جرګې د ګرمۍ ۴۵ ورځنیو رخصتیو ته یوازې دې اوونۍ وخت پاتې دی.د ارګ مشر «اشرف غني» هم مني، چې کابینه یې د عبدالله عبدالله له لوري د خپلې برخې وزیرانو د فهرست نه بشړېدو له امله ځنډېدلې او په خبره یې، د سپېدار له لوري به د لست تر بشپړېدو وروسته د کابینې وزیران د باور رایې اخستلو په موخه ولسي جرګې ته ور معرفي کړل شي.یاده دې وي، چې د عبدالله او غني په تېره دوره حکومت کې هم زیاته برخه وزارتونه د سرپرستانو له لوري په غیرقانوني توګه اداره کېدل چې اوس هم دا کار دوام لري.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168456/د-عبدالله-او-ملاتړو-تر-منځ-د-چوکیو-د-وېش/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading