بازتاب نیوز

حکومت د یو شمېر طالب بندیانو په اړه حقوقي ملاحظې لري

١٥ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د زندانونو چارو د تنظیم اداره وایي، د هغه پنځه زره بندیانو له ډلې چې لست یې حکومت ته سپارل شوی د ۵۹۷ تنو په اړه یې حکومت حقوقي ملاحظې لري او نه خوشي کېږي.د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رییس «احمد راشد طوطاخېل» طلوع نیوز ته ویلي، د طالبانو له لوري حکومت ته د بندیانو په سپارل شوي لست کې داسې کسان شته چې په جنایي جرمونو تورن دي.نوموړي ادعا کړې، چې د طالبانو په لست کې «قاتلین»، «اخلاقي مجرمین» او «اعدامېدونکي» شتون لري، چې قانون یې حکومت ته د خلاصولو اجازه نه ورکوي؛ ځکه دده په خبره، دا «حق العبدي» مسئله ده.حکومت داسې مهال د طالب بندیانو د خلاصون په وړاندې مقاومت کوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په شوې توافقنامه کې حکومت ژمن دی، پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي.حکومت د بندیانو د خلاصون د لړۍ له پیلېدو سره هم مهاله په بیا، بیا بېلابېلې پلمې کړې؛ خو وروسته که څه هم له خپل دریځه اوښتي، خو د بندیانو د خلاصون لړۍ ورسره سسته شوې.په ورته وخت کې  د ۵۷۹ طالب بندیانو د نه خلاصون اوازې داسې مهال دي، چې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوې او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» یادو مذاکراتو ته د زمینې برابرولو تر نامه لاندې سیمې ته په سفر راوتلی.حکومت تر دې دمه ۴۶۰۰ شاوخوا طالب بندیان خلاص کړي او داسې تمې وې، چې نن ښایي څلور سوه نور هم خلاص شي.طالبانو په بیا، بیا ویلي، چې د پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته تیار دي د یوې اوونۍ دننه له افغان جهتونو سره خبرو ته کېني.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168460/حکومت-د-یو-شمېر-طالب-بندیانو-په-اړه-حقوق/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading