بازتاب نیوز

ولسي جرګې د ګمرک  رییس ته ستاینلیک ورکړی؛ خو والي وایي، د ګمرک نوي سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځي

١٥ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د ولسي جرګې له لوري د هرات د ګمرک رییس ته ستاینلیک ورکړل شوی، د هرات ولایت چارواکي وايي، ددې ولایت په ګمرک  کې د مافیا یوه لویه ډله فعاله ده، چې هره ورځ د ګمرک نوی سلنه عایدات شخصي جیبونو ته اچوي.طلوع نیوز د هرات د والي «سید وحید قتالي» له قوله لیکلي « لس سلنه سوداګریز توکي راځي او ۹۰ سلنه نور د مافیا په واک کې ورکول کېږي او له هرې درې مېلیون جوپې څخه پنځوس زره افغانۍ ورکول کېږي؛ له هرې جوپې چې درې مېلیونه مالیه دولت ته ورکړل شي، یوازې ۳۰ زره ورکول کېږي.»د هرات د ولایتي شورا غړي او د خصوصي سکتور چارواکي هم ددې ولایت په ګمرک کې د پراخ فساد راپورونه مني او دولتي لوړ پوړي چارواکي تورنوي، چې له مافیایي کړیو سره لاس لري.د ولایتي شورا مرستیال «توریالی طاهري» په دې اړه وایي « د ورځې د هېواد ۴۰ تر ۵۰ مېلیونه ملي عواید  حیف و میل کېږي. یوه ستره کړۍ ده هغه کسان چې په فساد لاس پورې کوي. د دولت جګپوړي چارواکي له هراته تر مرکزه په دغې کړۍ کې دي.»په ورته وخت کې د هرات د ګمرک رییس «حمدالله همدرد» بیا یاد تورونه ردوي او وایي، چې په دې وروستیو کې  د ګمرک عواید له دېرش میلیونو سل میلیونو ته رسېدلي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168468/ولسي-جرګې-د-ګمرک-رییس-ته-ستاینلیک-ورکړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading