بازتاب نیوز

بدخشان کې د یو طبیعي ډنډ نړېدو له کبله خلکو ته مالي زیانونه اووښتي

١٥ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بدخشان ولایت اشکاشم ولسوالۍ په غرونو کې د یو طبیعي ډنډ نړېدو له کبله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اووښتي دي.دا پېښه پرون ماښام(شنبه، ۱۴ چنګاښ) د اشکاشم ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې چې له امله یې سیمه سیلابونو په سره اخیستې ده.د سیمې خلک او ځايي چارواکي وايي، د دې سیلابونو له کبله د برېښنا جوړولو یو شمېر دستګاوې، د اوبو ژرندې، استنادي دیوالونه، کرنیز کانالونه او یو پل ویجاړ شوی او د اشکاشم ـ شغنان ولسوالیو د تګ راتګ لاره یې هم تړلې ده.دوی زیاتوي، که چیرې بیاځل دغه شان سیلابونه راشي، نو کیدای شي د خلکو د استوګنې کورونه هم ویجاړ کړي.د اشکاشم ولسوال نامدارخان خالد ددې خبرې په تایید سره رسنیو ته ویلي، چې سیمه ییزې ادارې د پېښې ځای ته یو ټیم استولی ترڅو د زیانونو اندازه معلومه او ځپل شوو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره لارې چارې ولټوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/168448/بدخشان-کې-د-یو-طبیعي-ډنډ-نړېدو-له-کبله-خ/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading