بازتاب نیوز

د رسنیو فعالیت او د بیان ازادۍ حق، د افغانستان د حکومت لپاره ډېر مهم دي

١٦ چنګاښ ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د جمهور رییس ویاند، صدیق صدیقي وایي، چې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیت، د افغانستان د دولت لویه لاسته راوړنه ده او حکومت هېڅکله پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ د محدودیت لګولو نیت نه لري

.

هغه، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې په اوونیز خبري کنفرانس کې خبرې کولې، د جمهوري ریاست عالي مقام ته د رسنیو د پرانیستي لیک په اړه وویل: د رسنیو فعالیت او د بیان ازادۍ حق، د افغانستان د حکومت لپاره ډېر مهم دي.
صدیقي ټینګار وکړ، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې مسوولین به ډېر ژر په دې اړه د رسنیو له مسوولینو سره بحثونه پیل کړي، څو د اساسي قانون او ټولیزو رسنیو قانون په رڼا کې د بیان آزادۍ او رسنیو د فعالیت بهیر ښه او پیاوړی شي.
د جمهور رییس ویاند له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د اساسي اقداماتو په اړه وویل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د روڼتیا رامنځته کېدو او هر ډول فساد سره مبارزې ته ژمن دی.
صدیقي وویل، په ملي او نړیواله کچه د حکومت ژمنه داده، چې حکومت په افغانستان کې د فساد پدیدې جرړې باسي، چې په دې لاره کې یې ګامونه اوچت کړي او نور اساسي ګامونه به هم واخیستل شي.
دغه راز د جمهور رییس ویاند، د سولې پروسې په اړه وویل: د حکومت موخه داده، چې ژر تر ژره له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل شي.
نوموړي وویل، له طالبانو څخه د حکومت، خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنه داده، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، د سولې پروسه ومني او د سولې خبرې اترې پیل کړي.
صدیقي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې حکومت د سولې په برخه کې بنسټیز ګامونه اوچت کړي دي او طالبان هم باید په دې لاره کې اقدام وکړي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3228-2020-06-20-08-25-32

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading