بازتاب نیوز

د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه، د سیمې هېوادونو د استازیو مشورتي ناسته جوړېږي

١٦ چنګاښ ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

ابل، افغانستان: د جمهور رییس ویاند وویل: د افغانستان په نوښت، د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه، د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا تر سرلیک لاندې، د سیمې هېوادونو د استازیو مشورتي ناسته جوړېږي.
صدیق صدیقي، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته کړه: دغه ناسته نن د سیمې د کابو ۲۰ هېوادونو، د افغانستان د ستراتېژیکو شریکانو او ملګرو ملتونو سازمان د استازیو په ګډون؛ د ویډیو کنفرانس له لارې جوړېږي.
یاده ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس، محمد اشرف غني لخوا پرانیستل کېږي او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ، دوام پیدا کوي.
د جمهور رییس ویاند په دې خبري کنفرانس کې د سولې په اړه وویل، سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او د هغې په اړه اجماع هم شتون لري؛ خو ټینګار یې وکړ، چې د سولې د قېمت په اړه کلي اجماع نه ده رامنځته شوې.
هغه وویل په دې برخه کې دې وضاحت ورکړل شي، څو هر ډول سوله چې راځي، د افغانستان خلک یې باید په اړه معلومات ولري.
صدیقي د بندیانو د خوشې کېدو په اړه وویل، د افغانستان اساسي قانون د عفوې په برخه کې د افغانستان د جمهور رییس صلاحیت مشخص او واضح کړی او جمهور رییس د قانون له نظره په دې برخه کې پراخ صلاحیتونه لري، خو زیاته یې کړه، چې د جزا قانون د په دې برخه کې یو شمېر محدودونکي احکام لري.
هغه زیاته کړه: د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د افغانانو د ساتنې لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي او د افغانستان د حکومت لپاره ډېره مهمه ده، څو پوه شي چې څومره زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه، له طالبانو سره بندیان دي، ځای چېرته دی او څه وخت به خوشې شي؟
د جمهور رییس ویاند ټینګار وکړ: د افغانستان حکومت به طالب بندیان تر هغه وخته خوشې نه کړي؛ تر څو چې د هېواد ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه، نه وي خوشې شوي.
صدیقي د بین الافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو د ځایونو په اړه وویل: په ډېر احتمال سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لومړی ځای به د قطر هېواد وي، خو نور هېوادونه لکه اندونیزیا، جرمني، ازبکستان، چین او روسیه هم له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.
هغه وویل: د مذاکراتو طریقه به په داسې ډول وي، چې مذاکرات په یوه هېواد کې نه، بلکې د بېلابېلو پړاوونو په ترڅ کې په څو هېوادونو کې تر سره کېږي او د حکومت هڅه داده، چې ګاونډیان سره نېږدې کړي او د بحثونو پر مهال نړیواله ټولنه له ځان سره ولري.
د جمهور رییس ویاند وویل، سوله سترې اجماع ته اړتیا لري، چې دغه اجماع رامنځته شوې او د افغانستان حکومت د سولې لپاره، یوه پروسه رامنځته کړې او نړیوالې ټولنې هم له دې پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړی دی.
صدیقي وویل، هڅې روانې دي څو خپلو ګاونډیو ته ډاډ ورکړو، چې د هغوی لپاره هېڅ ډول ګواښ شتون نه لري او د افغانستان خلک په هېواد کې د یوې باعزته سولې د ټینګښت غوښتونکي دي.
همداراز د جمهور رییس ویاند د کابینې د نننیو موضوعاتو د پرېکړو په اړه وویل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د کابینې ناستې په پیل کې یو ځل بیا د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب باندې، د مرحوم محمد یوسف غضنفر د مړینې په اړه، خپله ژوره خواشیني او د غمشریکۍ مراتب په ډاګه کړل. 
صدیقي وویل، د مرحوم محمد یوسف غضنفر له کورنۍ سره په تفاهم باندې، ټاکل شوې ده، چې په راتلونکې اوونۍ کې د جمهوري ریاست په ارګ کې د فاتحې مراسم ترسره شي.
د جمهور رییس ویاند وویل: د ښځو چارو وزارت د وړاندیز پر بنسټ، حکومت پرېکړه کړې چې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یوه یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه وټاکل شي او کابینې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د یاد شویو بستونو په اړه اقدام وکړي.
دغه راز کابینې پرېکړه کړې، څو د هرات، کندهار، مزارشریف، خوست او ننګرهار لویو ښارونو د انکشافي چوګاټ په برخه کې اړین چمتوالي ونیول شي.
همدارنګه د کابینې په نننۍ ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د درې اوونیو په ترڅ کې د کابینې دغړو، والیانو، د ملي شورا غړو او لوړپوړو مامورینو په ګډون؛ د ټولو لوړپوړو دولتي کارکوونکو شتمنۍ ثبت شي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3235-2020-07-06-13-17-50

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading