بازتاب نیوز

په ترکیه کې د افغانستان د سفارت پلاوی، د ډوبو شویو افغانانو د جسدونو پېژندنې لپاره، د پېښې ځای ته تللی دی

١٨ سرطان ١٣٩٩ مرکز اطلاعات و رسانه های حکومت

کابل، افغانستان: د بهرنیو چارو وزارت، په ترکیه کې د افغانستان د سفارت یو پلاوی، د هغو افغان پناغوښتونکو جسدونو د څېړنې او پېژندنې لپاره د پېښې ځای ته لېږلی، چې د ترکیې اوبو کې د پناغوښتونکو لېږدونکې کشتۍ د ډوبېدو، پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې پېښه کې د کشتۍ د خدمې ټیم په ګډون، ټول ۸۰ پناغوښتونکي، چې ویل کېږي یو شمېر افغان پناغوښتونکي هم پکې شامل دي، ډوب شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هېواد، چې نن غرمه یې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو، وویل: د بهرنیو چارو وزارت، چې څو ساعته وړاندې یې د دې پېښې په اړه خبر تر لاسه کړ، د افغان پناغوښتونکو جسدونو د پېژندنې لپاره یې، د پېښې ځای ته یو پلاوی لېږلی دی.
تېره ورځ د ترکیې پولیسو هم ویلي وو، ۱۸ ساعته وروسته یې، د یوې کشتۍ د ډوبېدو پېښې په اړه خبر ترلاسه کړی، چې په ناقانونه توګه یې د بېلابېلو هېوادونو پناغوښتونکي لېږول.   
د ترکي پولیسو په وینا، تر دې مهاله په یاده پېښه کې د ۸۰ تنه مړو شویو کسانو له ډلې څخه؛ د ۱۳ تنو جسدونه ترلاسه شوي، خو د ډېرې مودې لپاره په اوبو کې د پاتې کېدو له امله د پېژندنې وړ ندي.
د بهرنیو چارو وزارت، له هغو کورنیو څخه چې په یو ډول د پېښې په اړه اطلاع لري؛ غوښتنه وکړه، چې د شته اسنادو او مدارکو په وړاندې کولو سره، له څېړونکي پلاوي سره د جسدونو د پېژندنې په برخه کې همکاري وکړي.
دغه راز هېواد وویل، د بهرنیو چارو زوارت د جسدونو د پېژندنې په صورت کې د هغوی د لېږد او خاورو ته د سپارلو مراسمو په برخه کې بشپړ چمتوالی لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې د انساني قاچاق وړونکو د فریب ښکار نشي او په ناقانونه توګه له هېواد نه بهر ته، له سفر کولو څخه ډډه وکړي. 
###

لینک اصلی: http://www.gmic.gov.af/dari/press-releases2/4210-2020-07-08-11-46-10

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از مرکز اطلاعات و رسانه های حکومت

آخرین خبر ها:

Loading