بازتاب نیوز

ولسمشر غني د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان سره لیدلي

٢٥ چنګاښ ١٣٩٩ خبر تلویزیون یک

افغان ولسمشر اشرف غني پرون ماسپښين د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې وکتل.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، امنیتي وضعیت، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د ګډ امنیتي مشارکت د لا پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

په اعلامیه کې ویل شوي چې مک کینزي له افغانستان سره د امریکا د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

ارګ د مک کینزي له خولې لیکلي: "د دې لپاره راغلی یم چې تاسو او د افغانستان خلکو ته ډاډ درکړم چې د افغانستان د سولې، پرمختګ او د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ او همکاري پرخپل ځای ده او موږ به ستاسو ترڅنګ واوسو، ترڅو افغانستان بیا د ترهګرۍ لپاره په خوندي ځای بدل نه شي."

دا سفر په داسې حال کې کیږي چې وروستیو څو اونیو کې د جګړې او تاوتریخوالي شدت زیات شوی او د بندیانو د خلاصون بهیر له بندښت سره مخ شوی دی.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/42565-2020-07-15-04-12-20

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading