بازتاب نیوز

٢٥ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

د استرالیا بیګ باش تجارتي سیالۍ په دیسمبر کې پېلیږيله ویسټ انډيز وروسته استرالیا هم اعلان وکړ چې کورنۍ تجارتي سیالۍ به یې د روان کال په دیسمبر میاشت کې پېل شي.له دې وړاندې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د کربین لیګ سیالیو اعلان کړی و، چې په دې لړ کې یې د لوبغاړو بولي هم ترسره کړه او ټاکل شوې یادې سیالۍ د اګست له ۱۹مې تر سپتمبر ۱۰مې ترسره شي.که څه هم په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر پورته روانې دي، خو د استرالیا کرکټ چارواکو د دیسمبر میاشتې له دریمې نیټې د بیګ باش تجارتي سیالیو د پېلیدو اعلان وکړ.There's more important things in the world than cricket right now, but here's how we'd love to see the summer of BBL unfold. Stay safe and healthy everyone! #BBL10 pic.twitter.com/yE3tKuAEGp— KFC Big Bash League (@BBL) July 15, 2020د کرونا وبا له کبله نږدې څلور میاشتې د نورو سپورتي فعالیتونو سربېره د کرکټ نړیوالې او سوداګریزې سیالۍ هم ځنډیدلې وې، خو له تیرې یوې میاشتې راهیسې له فوټبال وروسته نړیوال کرکټ پېل او اوس تجارتي لوبې د پېلېدو په درشل کې دي.د استرالیا کرکټ لخوا د بیګ باش سیالیو لسم پړاو د تېر په پرتله وختي پېل کیږي چې ټولې ۶۱ سیالۍ به د دیسمبر له ۳مې تر فبروري ۶مې ترسره شي. له دې وړاندې پړاوونو کې ټولې ۴۸ سیالۍ ترسره کېدې چې زیاتې شوي دي.ددغه سیالیو په لړ کې به د راشد خان لوبډله اډلیډ سټرایکرز د محمد نبي لوبډلې میلبورن رینیګیډز سره په افتتاحي لوبه کې مخ کیږي. خو لا معلومه نه ده چې افغان لوبغاړي به روان کال ددې لیګ برخه وي که نه.د استرالیا په بیګ باش سیالیو کې له تېرو درې کلونو راهیسې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي لوبیږي چې تر ټولو وتلي یې راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن دي، خو د نوموړو سربېره ظاهر خان او قیس احمد هم د یادو لوبو ښکلا ګرځېدلي دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169062/169062/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading