بازتاب نیوز

دوستم: د جګړې د ختمېدو لپاره باید د طالبانو بندیان خوشې شي

٢٥ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ملي جنبش ګوند مشر او د ولسمشر پخواني مرستیال جنرال دوستم له حکومته غوښتنه کړې، چې د جګړې د ختمېدو لپاره دې د طالبانو بندیان خوشې کړي.جنرال دوستم دا څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ(۲۵ چنګاښ) هغې ناستې ته د وینا پرمهال کړي، چې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان کې د کابل حکومت لخوا جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکولو په پلمه جوړه شوې وه.نوموړي د جګړې د خاتمې او بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو لپاره په حکومت غږ کړی، چې ټاکل شوې شمېره طالبان دې آزاد کړي، ترڅو دده په خبره هغوی ته د جګړې د دوام پلمه پاتې نه شي او هېواد کې سوله راشي.د خپلو خبرو په دوام جنرال دوستم یوځل بیا ټټر وواهه، که چیرې د طالب بندیانو له خلاصون وروسته بیاهم طالبانو په جګړه ټینګار کاوه، نو دی به یې په وړاندې د یو رښتیني مارشال په توګه مقابله وکړي.دوستم له نړیوالې ټولنې شپږ میاشتې وخت غوښتی، چې په خبره یې کولای شي په دغه موده کې طالبانو ته ماتې ورکړي.په دغو مراسمو کې د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د ډاکټر غني د دفتر رئیس شاکر کارګر او یو شمیر نورو چارواکو برخه اخیستې وه.جنرال دوستم په داسې مهال له بهرنیانو د طالبانو سره د مقابلې لپاره ۶ میاشتې وخت غواړي، چې تردې وړاندې هم نوموړي څو ځله داسې مهلتونه غوښتي وو او له ډیر پوځي سازوسامان سره یې د طالبانو پرضد په شمالي ولایاتو کې پوځي عملیات ترسره کړي وو، چې تراوسه یې په وړاندې بریالی شوی نه دی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169044/جنرال-دوستم-د-جګړې-د-ختمېدو-لپاره-باید/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading