بازتاب نیوز

پر اخلاقي فساد تورن کرام الدین کریم له عمري بندیز او یو ملیون ډالر جریمې سره مخ شو

٢٥ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د سپورت نړیوال قضایي ارګان او د سپورت لپاره د منځګړیتوب محکمې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کریم د ټول عمر لپاره بندیز او د یو ملیون ډالر جریمه تایید کړه.له دې وړاندې د افغانستان فوټبال فدارسیون پخوانی مشر د ښځینه فوټبال لوبغاړو لخوا تورونه پوري شوي وو چې پر دوی یې څو څو واره جنسي تیری کړی دی، چې وروسته د فیفا لخوا د بشپړو څیړنو غوښتنه وشوه.د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» د څیړنو او تحقیقاتو په لړ کې دا موندلې وه چې پر نوموړي لګېدلي تورونه سم دي او هغه یې د تېر کال جون میاشتې په ۸مه نېټه د فوټبال له هر ډوله بهرني او کورني فعالیت څخه د ټول عمر لپاره بند کړ.له هغې وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ نوموړی له هېواده ممنوع الخروج اعلان کړ او د نوموړي د نېولو حکم یې صادر کړ، خو تر دې دمه کرام الدین نه محکمې ته حاضر شوی او نه هم د کورنيو چارو وزارت لخوا نېول شوی دی.د تازه شوې پریکړې په اړه د محکمې بیان وايي، «ددې مسئلې پینل په ګوته کړې، د بډو اخیستو او لوبې فیکس کولو برعکس چې د سپورت بشپړتیا ته زیان رسوي، د کرام الدین کریم جرمونو له بشپري حقونو سرغړونه کړې او د ځوان ښځينه لوبغاړو رواني او فزیکي وقار او بشپړتیا ته یې زیان رسولی دی».د سپورت لپاره د منځګړیتوب محکمې CAS په وینا، ډیری ښځينه لوبغاړو د کرام الدین پر وړاندې ګواهي ورکړې وه چې هغوی یې د ۲۰۱۳م تر ۲۰۱۸م کال پورې له جنسي پلوه ځورولي دي.محکمې او فیفا پر نوموړي تر ټولو سخت بندیز ولګاوه چې د ټول عمر لپاره بندیز او یو ملیون امریکایي ډالره جریمه ده.د سپورت محکمې ویلي، د کرام الدین کریم ناوړه عملونو سره د ښځینه لوبغاړو نه یوازې کیریئر تباه شوی بلکې ددوی ژوند یې سخت زیانمن کړی دی».FIFA welcomes CAS decision in the case of former president of Afghan Football Federation Keramuudin Karim➡️https://t.co/RpRpR3z9oi pic.twitter.com/hJQvxmqa9L— FIFA Media (@fifamedia) July 14, 2020د فوټبال نړیوال فدراسیون د محکمې ددې پریکړې هرکلی کړی او تایید یې وکړ چې دوی د فوټبال په ټولو کچو کې د فزیکي، رواني او جنسي تیریو پر وړاندې د صفر زغم پالیسي لري.د بشري حقونو د څار بنسټ له افغان حکومت غوښتي وو تر څو د نوموړي او هغه کسان چې په دې قضیه کې ښکیل دي ژر تر ژره ونیسي او پر وړاندې یې د لویې څارنوالۍ پریکړه عملي شي، خو افغان حکومت لا هم په خپله کړنه کې ناکام دی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169053/پر-اخلاقي-فساد-تورن-کرام-الدین-کریم-له-ع/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading