بازتاب نیوز

طالبانو دېرش دولتي عسکر او پولیس له بنده خلاص کړي

٢٥ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د طالب او دولتي بندیانو د تبادلې په لړ کې، تازه طالبانو شل دولتي عسکر او پولیس له بنده خلاص کړي.د طالبانو د قطر دفتر ویاند “سهیل شاهین” په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي “‏نن  هم په  هلمند کې  د اسلامي امارت  له محبس څخه د کابل ادارې ۳۰ تنه عسکر او پولیس خلاص شول  او د مرستې له ورکولو وروسته  خپلو کورنیوته واستول شول.”نن هم په هلمند کې د اسلامي امارت له محبس څخه د کابل ادارې ۳۰ تنه عسکر او پولیس خلاص شول او د مرستې له ورکولو وروسته خپلو کورنیوته واستول شول.— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) July 15, 2020د طالبانو له لوري د دېرش دولتي بندیانو د خلاصون خبر داسې مهال دی، چې  حکومت بیا تېره ورځ  ۵۱ تنه طالب بندیان له بګرام زندان څخه خلاص کړي.یاده دې وي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې مطابق حکومت ژمن دی پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي.تر دې دمه د حکومت له زندانونو نږدې څلور زره بندیان خلاص شوي او طالبانو بیا تر اووه سوو زیات دولتي امنیتي ځواکونه ازاد کړي.طالبان وایي، که د دوحې د توافق مطابق ددوی پنځه زره بندیان  خلاص شي دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169073/طالبانو-دېرش-دولتي-عسکر-او-پولیس-له-بند/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading