بازتاب نیوز

د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې کمیسیون پر قانون ماتونې سترګې پټوي

٢٥ چنګاښ ١٣٩٩ خبر تلویزیون یک

د اساسي قانون پر طبیق د څارنې کمیسون په تیرو پنځو کلونونو کې په ډیریو مواردو کې پر قانون ماتونې سترګې پټې کړي دي.

د ملي یووالي او اوسني حکومت جوړیدل، د قانون ماتونې دوه لویې بیلګې بلل کیږي.

د دغه کمیسیون غړو یک تلویزیون ته وویل که څه هم روان او تیر حکومتونه کوم قانوني بنسټ نه لري، خو د سیاسي مصلحتونو له امله یې خپل غږ نه دی پورته کړی.

د ولسي جرګې ځيني غړي هم د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې کمیسیون یو تر ټولو ناکامه بنسټ بولي، چې په وینا یې نه دی توانیدلی ځان د یوه اغیزمن بنسټ په توګه وښيي.

د دې کمیسیون غړي چې په څلورو کلونو کې یو ځل د ولسمشر له خوا او د ملي شورا له تایید وروسته ټاکل کیږي، اوس د ۷ میاشتو قانوني مودې په تیریدو سره لاهم پر خپلو کارونو بوخت دي.

دغه کمیسیون پر اساسي قانون د څارنې تر ټولو لوی بنسټ بلل کیږي.

پر قانون څارنه او د قانون ماتونې مواردو پلټل او څیړل د دې کمیسیون دندې دي.

دغه کمیسیون تیر کال د اساسي قانون د ماتولو ۲۲ بیلګې ثبت کړې او اړوندو بنسټونو ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي شورا ته یې په رپوټ کې ولیکل.

۱ - په ټاکل شوې موده کې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو نه ترسره کیدل

۲ - د وزارتونو د سرپرستۍ قانون ماتول

۳ - او د ادارو او وزارتونو ادغام لپاره د فرمانونو صادریدل چې د اساسي قانون ۹۰یمې مادې سره په ټکې کې دي، په تیرو کلونو کې د قانون لاندې کولو غټې بیلګې بلل کیږي.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/42574-2020-07-15-13-03-31

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading