بازتاب نیوز

کابل: د پاکستان له لوري راکټي بریدونه موږ ته د منلو وړ نه دي

٢٦ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې پاکستاني پوځیانو د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ ته توغندي ور وشړل او نږدې څوارلس تنو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله؛ د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت یاد بریدونه غندلي.د کونړځايي چارواکي وایي، تېره ورځ له غرمې وروسته یوه بجه شاوخوا پاکستاني لوري توغندیز بریدو کړ، چې له امله یې پنځه تنه ملکیان ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.د چارواکو په وینا، د کابل حکومت ځواکونو هم برید ته ځوابي غبرګون ښودلی، خو  مقابل لوري ته د اوښتي زیان په اړه معلومات نشته.په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستاني لوري برید د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوی او دوی ته د منلو وړ نه دی.له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «د پاکستان د پوځ له لوري دا ډول راکیټي بریدونه څې د ملکي تلفاتو سبب هم ګرځیدلي د افغانستان د دولت د منلو وړ نه دي او د پاکستان پر دولت غږ کوي ترڅو له دې ډول اقداماتو څخه ډډه وکړي.»د اعلامیې په بنسټ «افغانستان چمتو دۍ څې ورته دوه اړخیزو مسایلو باندې له دیپلوماتیکو لارو خبرې وکړي.»یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ فرضي کرښې له ها غاړې د افغانستان یو شمېر سیمې په راکټونو ولي، تر دې وړاندې هم په بیا، بیا دا ډول بریدونه شوي او ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي؛ خو حکومت یې په اړه هیڅ ګام نه دی اخستی.بل لور ته ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو دولتي چارواکو اعتراف کړی، چې د ملي وحدت حکومت په مهال غني او عبدالله له پاکستاني لوري سره  د ډېورنډ پر کرښه د اغزن تار د تېرولو تړون لاسلیک کړی او د پیسو په بدل کې یې دا خاوره باندې پلورلې.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169081/کابل-د-پاکستان-له-لوري-راکټي-بریدونه-مو/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading