بازتاب نیوز

طالبانو ۳۰ نور حکومتي بندیان ازاد کړل

٢٦ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، د نورو ورځو په څېر پرون په هلمند کې ۳۰ حکومتي عسکر او پولیس د دوی له بند خونو ازاد او د مالي مرستې په ورکولو سره خپلو کورنو ته ولېږل شول. د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې افغان حکومت هم د هغوی د ۱۸۰ نورو بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړ. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپل ټویټرپاڼه ولیکل، افغان حکومت د تېرو څو ورځو په موده کې د هېواد له مختلفو زندانونو۱۸۰ نور طالب بندیان ازاد کړي چې په دې سره د حکومت له بندخونو د خوشي شوو طالب بندیانو شمېر ۴۱۹۹ تنو ته ورسېد. د واشنګټن او طالبانو د تړون له مخې به افغان حکومت د دې ډلې ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي. The post طالبانو ۳۰ نور حکومتي بندیان ازاد کړل appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/16/طالبانو-۳۰-نور-حکومتي-بندیان-ازاد-کړل/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading