بازتاب نیوز

ښوونیز مرکزونه د زمري میاشت پر ۱۵مه پرانیستل کېږي

٢٦ چنګاښ ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د ارګ خبرپاڼه وایي، دا پرېکړه د ټولو روغتیایي سپارښتونو په پام کې نیولو سره شوې ده. سرچینه څرګندوي، د عامې روغتیا وزارت د ارزونې پر بنسټ پرېکړه وشوه چې که د زمري میاشتې تر ۱۵مې نېټې کورونا ویروس جدي نه شو، ټول روغتیایي مرکزونه به د روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم ښوونیز بهیر پیل کړي. دا پرېکړه پر داسې مهال کېږي چې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو کمېدو خبر ورکړی دی. تر دې وړاندې په نړۍ او افغانستان کې د کویډ ۱۹ له خپرېدو سره سم افغان حکومت د دې وبا د مخنیوي په هدف د ټولو دولتي ادارو او ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو پرېکړه وکړه. دامهال په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۳۴ زره اوښتی، ۱۰۹۴ تنه ترې مړه شوي او تر ۲۲ زره ډېر بیا ترې روغ شوي دي. The post ښوونیز مرکزونه د زمري میاشت پر ۱۵مه پرانیستل کېږي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/07/16/ښوونیز-مرکزونه-د-زمري-میاشت-پر-۱۵مه-پرا/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading