بازتاب نیوز

غور کې د هوايي برید له امله ۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې

٢٦ چنګاښ ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ۶ تنه ولسي خلک مړه او ژوبل شوي دي.ځايي خلک او طالبان وايي، دولتي الوتکو وړمه شپه یوه بجه د دولینې ولسوالۍ په «زیر تنګي» کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د استوګنې یو کور په نښه کړی، چې له امله یې د ناصر په نوم یو کلیوال وژل شوی او ۵ تنه نور ټپيان دي.په داسې حال کې چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د کابل حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادلې لړۍ هم ډیره پڅه روانه ده، د دولتي عسکرو لخوا په ولسي خلکو د هوايي او توپچي بریدونو زور اخیستل د شنونکو په باور د سولې پروسې سره د حکومت له «دښمنۍ» پرته بله مانا نه لري، چې په خبره یې باید مخه یې ونیول شي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/169087/غور-کې-د-هوايي-برید-له-امله-۶-ملکیانو-ته/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading