بازتاب نیوز

د بلخ دولت اباد کې ۵ افغان سرتېرو ژوند بایلود

٢٧ چنګاښ ١٣٩٩ طلوع نیوز

د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي له طالبانو سره نښته کې د ۵ افغان سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.

دغه چارواکي نن(پنجشنبې د چنګاښ په ۲۶مه نېټه) وايي چې نښته تېره شپه په دولت اباد ولسوالۍ کې په داسې حال کې شوې چې طالبانو له څو خواوو پر یادې ولسوالۍ برید کړی.

نښته کې ۲ تنه افغان سرتېري ټپیان هم دي.

د بلخ والي ویاند، منیر احمد فرهاد څرګندوي نښتې دوه ساعته دوام وکړ.

په همدې حال کې دولت اباد ولسوالۍ کې سیمه ییز سرچینې بیا د ۸ افغان سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.

دغه سرچینې زیاتوي چې ۱۴ سرتېري ټپیان شوي دي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/afghanistan/د-بلخ-دولت-اباد-کې-۵-افغان-سرتېرو-ژوند-بایلود

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading